د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، ایران د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو پر برید تورنوي.
د سعودي عربستان په ختیځ کې د بقیق" او "خریص د تېلو پر تاسیساتو د شنبې ورځې بریدونو ددغه هېواد د تېلو تولید تر پنځه مېلیونه او اوه سوه زره بېرلو پورې کم کړی دی.
د یمن حوثي اورپکو د دغو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستې چې د عربستان د خاوري د منځ په اته سوه کیلومټرۍ کې شوي دي.
د یمن د حوثي اورپکو ویاند یحیی سریع په دې اړه وویل:«په دغو بریدونو کې هدفونه په مشخصه او مستقیمه توګه په نښه شوي دي .د دغو عملیاتو نوم د انډول د مخنیوي دویم برید و , او په تېرو پنځو کلونو کې د سعودی عربستان له لوري د جنایتونو؛ یرغل او زموږ د هېواد د کلابندۍ د غبرګون پر وړاندې زموږ د مشروع حق په توګه ترسره شوي دي.»
خو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هېڅ داسې سند نشته چې وښيي دا برید له یمن نه شوی دی.
مایک پومپیو ایران پرسعودي عربستان د نږدې سلو بریدونو پر کولو تورنوي. تېرکال پومپیو تهران د حوثي اورپکو په وسلهوال ملاتړ تورن کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اپریل ۲۹مه ویلي و:«ایران ټوله سیمه بې ثباته کړې ده، ایران له اورپکو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .ایران د یمن پر حوثي اورپکو وسلې پلوري.»
خو ایران په وروستیو بریدونو کې لاس لرل او دغه راز د حوثي اورپکو وسلهوال ملاتړ نه مني او وایي چې امریکا متحده ایالتونه او متحدان یې په یمن کې ګیر پاتې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف امریکا رابولي چې جګړه پایته ورسوي او له تهران سره خبرې وکړي.