Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي چارواکي د ټرمپ او کیم‎جونګ اونګ لیدنې هېلې لري

امریکايي چارواکي یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې ښايي د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اونګ لغو شوې لېدنه به شمالي کوریا بیا چمتووالی وروسته ترسره شي.

ټرمپ د یوه لیک په استولو سره دا لیدنه چې ټاکل شوې وه په سنګاپور کې ترسره شي، ملغا کړه، خو د شمالي کوریا مشر د ټرمپ پر دې پرېکړې خواشني څرګنده کړې وه.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مشره، سارا سندرز وايي:«یقینآ موږ غواړو چې دا لیدنه ترسره شي، خو ولسمشر یوازې یوه لیدنه نه غواړي. دی یوه ساده سیاسي پېښه نه غواړي؛ غواړي چې یوه دوامداره حل لاره وي، که دوی دې کار ته چمتو وي، نو امریکا متحده ایالاتونه هم چمتو دي.»

په همدې حال کې امریکايي منځګړ، کریستوفر هیل هیله‎مند دی چې دا لیدنه ترسره شي.

دی زیاتوي:«زه ډېر خوشبین یم چې دا خبرې اترې ژر ترسره شي. زه داسې نښه نه وینم چې شمالي کوریا بیا هستوي ازموینو ته مخه کړي. دوی اړ دي چې نوی مرکز جوړ کړي، ځکه چې له شپږو هستوي ازموینو دا مرکز د کاروونې وړ نه دی.»

دی وړاندیز کوي چې ټرمپ د خبرو اترو موکه له لاسه ورنکړي.

شمالي کوریا د امریکا ولسمشر مرستیال، مایک پنس او  د ملي امنیت رئیس خبرو باندې غصه وه چې ویلي یې وه، شمالي کوریا حال به د لیبیا په څېر وي.

شمالي کوریا د هستوي ازموینو مرکز له منځه وړولو سره خپلې ژمنې د هستوي ازموینو درولو په اړه پلې کړې دي.
 
شمالي کوریا د امریکا ولسمشر مرستیال، مایک پنس او  د ملي امنیت رئیس خبرو باندې غصه وه چې ویلي یې وه، شمالي کوریا حال به د لیبیا په څېر وي

شریک یي کړئ