د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼځایونو له برید وروسته، د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې څو د دغه هېواد ځينې ځواکونه سعودي عربستان ته واستوي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مایک اسپر د هغو ځواکونو شمېر چې غواړي عربستان او د فارس خلیج ته واستوي اعلان کړی نه دی؛ خو ویلي یې دي چې په عربستان کې د دغو ځواکونو ځای پر ځای کول یو دفاعي اقدام دی.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ سعودي عربستان ته د ځواکونو د استولو غوښتنه تایید کړه. ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونه د سعودي عربستان د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته استول کېږي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې دغه ځواکونه، د سعودي عربستان په غوښتنه دغه هېواد ته استولي دي:«د سعودي عربستان په غوښتنه، ولسمشرۍ دغه هېواد ته د ځواکونو استول تایید کړل - هغه ځواکونه چې دفاعي حالت به ولري او سملاسي به پر هوايي او توغندويي دفاع باندې تمرکز وشي.»
امریکا او سعودي عربستان، ایران د عربستان د تېلو پر چاڼځایونو باندې د تېرې اوونۍ د بریدونو مسوول ګڼي.
خو ایران دا تورونه ردوي او د هغه مسوولیت د یمن حوثي بلواګرو منلی دی.