Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د ترهګرو د ملاتړو په نوملړ کې د پاکستان د شاملولو هڅې کوي

ترهګرو ته د ځای ورکړې له کبله پر پاکستان د فشارونو له زیاتولي سره اوس‎ د امریکا متحده ایالاتونه هڅه کوي چې د دې هېواد نوم له نړیوالو ترهګرو د مالي مرسته کوونکو په نوملړ کې شامل کړي.

د پاکستان د مالیې سرپرست وزیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونو څو اوونۍ مخکې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرسته کوونکو نوملړ کې د پاکستان نوم شاملولو طرحې باندې کار کړی او دې کار ته یې المان او فرانسه هم هڅولي دي.

د پیسومینځلو سره د مبارزې بنسټ د ترهګرو د مالي سرچینو د بندولو په برخه کې کار کوي او که دا بنسټ پاکستان د ترهګرو ملاتړو هېوادونو کې شامل کړي، نو د دې هېواد اقتصاد ته به زیان ورسېږي له دې سره به بهرنۍ پانګونې کمې او دوی به له نړیوالو بنسټونو د پور اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي.

پاکستان هڅه کوله چې دې بنسټ (FATF) کې د خپل نوم شاملولو مخنیوی وکړي.

یو شمېر امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دا مالومات یې منلي دي.

ښاغلي اسماعیل زیاته کړې ده:«اوس مهال موږ له امریکا متحده ایالاتونو، المان، انګلستان او فرانسې سره همکاري کوو تر څو په دې نوملړ کې د پاکستان نوم شاملولو مخه ونیسو. موږ هیله لرو که چېرې امریکا ترې په شا نه شي نو موږ به هڅه وکړو چې دې نوملړ کې رانه شو.» 

دا په داسې حال کې ده چې امریکا اسلام آباد له داعش سره په همکارۍ تورنه کړی دی او تېره میاشت د ټرمپ ادارې پر پاکستان خپلې دوه مېلیارډ ډالري مرستې بندې کړي.

پاکستان له ترهګرۍ سره په هند او افغانستان کې خپلې اړیکو درلودل نه مني.

امریکايي چارواکي وايي چې د ترهګرو د ملاتړو په نوملړ کې د پاکستان نوم شامل او په دې هېواد کې بهرنۍ پانګونې کمې شي.

شریک یي کړئ