Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د پاکستاني پوځیانو روزنې بهیر ودراوه

د راپورونو له مخې امریکا متحده ایالاتونو د پاکستاني سرتېرو د روزنې بهیر درولی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، ټاکل شوې وه چې راتلونکې تحصلي کال کې کال ۶۶ پاکستاني پوځیان امریکا ته د روزنې په موخه ولاړ شي، خو امریکا د دې پروګرام لپاره اړین لګښت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې دې پروګرام د لسو کالو راهیسې دوام درلود. امریکا متحده ایالاتونو مخکې له دې پر پاکسان د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګام نه پورته کوله په غبرګون کې خپلې مرستې کمې کړې وې.

د امریکا کانګرس څه موده مخکې د دې هېواد د ملي دفاع جواز لایحه چې ارزښت یې ۷۱۶ میلیونه ډالرو ته رسېدو تصویب کړه.

په دې لایحه کې پاکستان ته مالي مرستې یوازې ۱۵۰ میلیونه په پام کې نیول شوې دي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د امریکا جګړې وروسته په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې واشنګټن اسلام آباد ته ۶۵۰ میلیونه ډالر ورکول او وروسته دا اندازه کابو یو میلیارډه ډالرو ته ورسېده.

امریکا متحده ایالاتونو مخکې له دې د حقاني ډلې او لشکرې طیبه پر وړاندې د ګام نه پورته کولو غبرګون کې خپلې مرستې کمې کړې وې

شریک یي کړئ