Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا رسمآ د لویدیځ او ایران له اټومي هوکړې ووته

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او لویدیځ ترمنځ د هستوي هوکړې د وتو دریځ د اعلان پر وخت وویل، دې هوکړې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخه نه ده نیولې ځکه نو امریکا هم له هوکړې وځي.

ټرمپ په دې اړه یو سند هم لاسلیک کړ چې له مخې یې د تړون څخه وروسته له ایرانه پورته کړی شوي بندیزونه بیرته پر دغه هېواد وضع کېږي.

د دې خبرې په غبرګون کې د ایران ولسمشر، حسن روحاني هم خپل اټومي اژانس ته امر کړی چې د یورانیمو د غني کولو د پروسې پیل ته دې چمتو اوسي.

روسیې، فرانسې او د اټومې هوکړې نورو شاملو لوریو بیا د امریکا پر دې پرېکړه نیوکه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ (سې‎شنبې د غويي۱۸مه) وویل چې د واشنګټن په وخت ماسپښین ۲:۰۰بجې به د ایران او لویدیځ له اټومي هوکړې څخه د امریکا د وتو او یا په دغه هوکړه کې د پاتې کېدلو پرېکړه اعلان کړي.

ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکي دي:«زه به نن ۲ بجې وروسته له ماسپیښین څخه د ایران سره د هستوي هوکړې په اړه له سپينې ماڼۍ خپل دریځ اعلان کړم.»

ټرمپ تر دې وړاندې دغې هوکړې سره سخت مخالف وه او ویلی یې وو، که تغیرات په کې رانه وستل شي، امریکا به له دغه تړونه وباسي.
 
ټرمپ تل د لویدیځ او ایران ترمنځ د اتومي هوکړې سره سخت مخالف وه او ویلی یې وو، که تغیرات په کې رانه وستل شي، امریکا به له دغه تړونه وباسي

شریک یي کړئ