Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا له جاپان سره سوداګریزه پراختیا غواړي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس له جاپان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا تینګار کړی دی. 

هغه د جاپان له ولسمشر سره په خبرو کې وویل: «ولسمشر ټرمپ باور لري چې له کیم جونګ اون سره يې اړیکي ښه دي، هغه تاریخي ملاقات چې په جون کې سینګاپور کې وشو، موږ ډېرو توافقنامو او پروګرامونو ته لاس‌رسی پیدا کړ، لکه دلته چې خبرې کو، بل ملاقات به د شمالي کوریا او امریکا د مشرانو تر منځ وي.»

په دې ملاقات کې د جاپان لومړي وزیر شنیزو ابه هم پر سوداګریزو اړیکو ټینګار وکړ. 

هغه زیاته کړه: «د اقتصاد په اړه زه یو ځل بیا تاییدوم، چې په راتلونکې کې به د متحده ایالتونو او جاپان تر منځ سوداګریزې اړیکي پراخې شي، موږ په سپټمبر کې هوکړه وکړه چې ارام سمندرګي کې به ګټور اقتصادي ګامونه اخلو.»

ویل کېږي د امریکا مرستیال ولسمشر به دې ملاقات وروسته د جنوبي اسیا د هېوادونو په هغه ناسته کې هم برخه واخلي چې سینګاپور کې به جوړه شي.

شریک یي کړئ