د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون د تاریخ په پړاو کې د لومړي ځل لپاره نن(سېشنبې د غبرګولي۲۲مه) سره ولیدل.
دا لیدنه د سنګاپور سنتوزای ټاپو په کاپيلا هوټل کې ترسره شوه.
ښاغلي ټرمپ د دې لیدنې په ترڅ کې رسنیو ته وویل چې دوی یوه لویه ستونزه هواروي او مخکې دا امکان نه وه.
ده زیاته کړه چې دواړه هېوادونه په همکارۍ سره کولی شي ترڅو ستونزې هوارې کړي.
د امریکا ولسمشر، کیم جونګ اون ته د لاس ورکولو په حال کې رسنیو ته وویل:«دا زما لپاره ویاړ دی. موږ به غوره اړیکې ولرو، زه په دې کې شک نلرم.»
کیم جونګ اون هم څرګنده کړه چې د دې ناسته ترسره کول آسانه نه وو.
ده زیاته کړه چې تېرې کړنې لامل شوې وې چې دا لیدنه وځنډيږي، خو اوس دواړه هېوادونه وتوانیدل چې دا ستونزې هوارې کړي.
اون وړاندې وویل:«موږ ټولې موانع لیري کړې دي او نن دلته راغلي یوو.»
دواړه مشران د سنګاپور پر ځايي وخت د سهار په اووه بجو او د کابل پر وخت په پنځه نیمو بجو د لیدنې د وعدې ځای ته ورسېدل او یو بل سره یې ستړي مشي وکړه.
دا تاریخي لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې تېره شپه د بهرنیو چارو وزیر وویل، واشګټن له دې لیدنې څخه یوازې د شمالي کوریا د اټومي بېوسلې کولو او بیا د اټومي وسلو د نه جوړولو وعدې ته په تمه دی.