د امریکا متحده ایالاتونو کانګرس پر پاکستان د غیر پوځي مرستو د بندولو هوکړه جوړه کړې او تر څېړنې لاندې ده.
انګېرل کېږي چې د امریکا متحده ایالاتونه وروسته له دې چې پر پاکستان یې خپلې پوځي مرستې بندې کړې، اوس له دې هېواد سره خپلې ملکي مرستو بندول هم څېړي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي په دې باور دي چې له پاکستان ته ورکول کېدونکي پیسې به د امریکا په بنسټيزو پروژو ولګول شي.
ددې هېواد د کانګرس غړې، ماسي ویلي:«زموږ د مالیې پیسې چې نورو هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، باید زموږ پر سرکونو، کورونو ولګول شي.»
د کانګرس بل غړي، سنفورډ زیاته کړې:«کله چې د امریکا خلک د نورو هېوادونو څخه ملاتړ کوي، نو دوی باید د مالیهورکوونکو ډالر ترهګرو ته ونه کاروي.»
د امریکا د استازو په مجلس کې د دغې لایحې جوړونکي وایي، پاکستان له ترهګرو سره پوځي او استخباراتي مرستې کوي، له همدي کبله به پر پاکستان د امریکا دغه مرستې هم ودرول شي.
خو پاکستان دغه تورونه ردوي.