د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان باید د وسلهوالو له ملاتړه لاس واخلي.
د دې وزارت وزیر مایک پومپیو وايي پاکستان له دوی نه ځينې غوښتنې کړې دي، دی هیلهمن دی چې پوره به شي، خو دغه هېواد هم باید د جنګیالیو مرسته پرېږدي.
مایک پومپیو وویل، ټول په افغانستان کې سوله غواړي، خو په دې ډول نه کېږي، چې طالبان دې په پاکستان پټنځایونه ولري.
هغه زیاته کړه:«ټول په افغانستان کې سوله غواړي او د هغې د لاسته راوړلو لپاره، نه کېږي چې طالبان، حقاني او نور دې په پاکستان کې پټنځایونه ولري، د پاکستان حکومت پوهېږي، چې دا زموږ لیدلار ده. متحده ایالتونو د پاکستان ځوابوینې لپاره ډېرې لويې هڅې کړې او هیلهمن یم چې ټاکلې موخې ته ورسېږو.»
دا په داسې حال کې دی چې پرون (سهشنبه، د لړم لومړۍ) ولسمشر غني هم کندهار کې حمله کې پاکستان شریک وباله او غږ يې پرې وکړ، چې د محاکمې لپاره مجرمین ور وسپاري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، نن په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په ځواب کې ویلي، چې له دوی سره د کندهار برید اړوند هیڅ معلومات نه دي شریک شوي.