د امریکا متحده ایالاتو، د ایران پوځي ځواکونه، سپاه پاسداران یې د ترهګرو په نوملړ کې راوست.
دا لومړی ځل دی چې د یوه هېواد رسمي پوځي ځواکونه، ترهګر پېژندل کېږي.
خو ایران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي وو کهچېرې سپاه پاسداران د امریکې له خوا یوه ترهګره ډله وپېژندل شي، ایراني ځواکونه به هم په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې د داعش ډلې د غړو په توګه وپېژني.
د امریکا متحده ایالات، په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې هم د سپاه پاسداران د قدس پر څانګه د ترهګرۍ د ملاتړ تور له امله پرې بندیز لګولی وو.