Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا کې د زلزله‎ځپلو د ژغورنې په موخه عملیات دوام لري

 اندونیزیا کې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې د زلزلې له کبله د ورانو شویو سیمو امبارونو لاندې ایسار شوي کسان وژغوري، خو لا هم لیري پرتو سیمو ژغورونکي نه دي رسېدلي.

د یادونې وړ ده چې اندونیزا کې د شنبې زلزلې له کبله کابو ۸۳۰ کسان وژل شوي دي؛ ویل کېږي چې لیري پرتو سیمو ته د ژغورنې ډلو له رسېدو سره ښایې د وژل شویو کسانو شمېر لا هم زیات شي.

ویل کېږي چې کابو۵۰۰کسان ټپیان شوي او لسګونه نور لا هم ورک دي.

د رویټرز د خبري آژانس د راپور له مخې د لومړنۍ زلزلې اندازه چې د جمعې پر ورځ شوې وه، ۷،۷ ریښتره وه.

 د اندونیزیا د ناورین مدیریت مرکز چارواکي وايي د پېښې له کبله زرګونه کورونه، روغتونونه، هټلونه او پلورنځي وران شوي دي.

د سره صلیب بنسټ چارواکو ویلي دي چې ژغورونکې ډلې زیانمنو سیمو ته رسېدلي دي.

د سره صلیب په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ اوس مهال د پالو ښار د ورانیو په اړه محدود مالومات لرو، خو له دونګالا مو هېڅ خبر نه دی اورېدلی او دا د اندېښنې وړ ده. هلته له ۳۰۰زرو زیات کسان ژوند کوي.»

انتا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د پالو زندان د دیوالونو نړېدو له کبله د ۵۶۰ بندیانو له ډلې کابو نیمايي تښتېدلي دي.

د اندونیزیا په «سولاویسي» ټاپو کې د زلزلې له کبله تر اوسه د ۸۳۰ کسانو وژل کېدل تائید شوي دي او کابو پنځه سوه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ