اندونیزیا کې بوئینګ الوتکه چې ۱۸۸ سورلۍ یې درلوده نسکوره شوې ده.
دا بوئینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د اندونیزیا له پلازمېنې "جاکارتا" نه د پانګکال پینانګ ټاپو پر لور روانه وه.
د راپورونو له مخې یادې الوتکې اړیکه څو شېبې وروسته له الوتنې هوايي ډګر سره پرې شوې ده او د جاکارتا په اوبو کې لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی څرګند.
د ویلو ده چې نسکوره شوې الوتکه د «لاین ایر» شرکت وه.
بوئینګ ۷۳۷ الوتکې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د هېوادونو هوايي سیستم ته داخلې شوې.