ایراني چارواکو، نن (یکشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) اعلان وکړ چې دغه هېواد د یورانیمو د بډایه کولو محدویت لیرې او له دې وروسته په اټومي هوکړهلیک کې تر تعیین شوې کچې زیات یورانیم بډایه کوي.
دغه چارواکي وايي چې ایران به د یورانیمو د بډایه کولو کچه له درې اعشاریه اوه شپتې سنلې څخه پيل کړي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویاند نن په یوې خبري ناسته کې وویل:«تر څو راتلوونکو ساعتونو به تخنیکي بهیر پای ته ورسېږي او د یورانیمو د بډایه کېدل به د درې اعشاریه اوه شپېدو له پولې واوړي.»
له لوېدیځ سره د ایران د اټومي هوکړهلیک پر بنسټ، ایران حق نهلري چې خپل یوارنیم له درې سوه کیلو زیات بډایه کړي، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني تېر اوونۍ اعلان وکړ چې د ایران د یورانیمو بډاینه له درې سوه کیلو زیات شوی او د چنګاښ په شپاړسمه به له دې هم زیات شي.
حسن روحاني ویلي و، ترهغې به له لوېدیځ سره د اټومي هوکړهلیک په اړه ژمن وي چې اروپا خپله ژمنه د دغه هېواد په وړاندې عملي کړي.
ایران له دې مخکې د اروپايي ټولنې ته ۶۰ ورځې مهلت ورکړی و چې پر ایران د امریکا د بندیزونو د کموالي په اړه اقدام وکړي. له هغې پرته به ایران له لوېدیځ سره په اټومي هوکړهلیک کې خپلې ځينې ژمنې لغوه کړي.
له دې سره هممهاله د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وايي چې ایران د یورانیمو د بډایه کولو له زیاتوالي سره، هغه ژمنې یې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ملي امنیت شورا کې کړې وې، تر پښو لاندې کوي.
هغه زیاته کړه:«د ایران هغه ژمنې چې د یورانیمو د بډاینې په اړه یې د ملګرو ملتونو سازمان ملي امنیت شورا کې کړې وې، تر پښو لاندې کړي. ایران د یوه دلیل هغه هم د اټومي بمونو د جوړو لپاره د یورانیمو بډاینه زیاتوي.»
امریکا تېر کال له هغې وروسته کله چې د ایران له اټومي هوکړهلیک څخه بهر شو، پر دغه هېواد یې بندیزونه زیات کړل.
پر ایران د امریکې بندیزونو په دغه هېواد کې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
ایراني وګړي له دغه هېواد له حکومته غواړي چې له امریکا او لوېدیځو هېوادونو سره خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.