Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران: د امریکا غوښتنې د هیڅ هېواد لپاره د منلو نه دي

ایران وايي له دغه هېواده د امریکا متحده ایالاتو دولس غوښتنې د منلو وړ نه دي او هېڅ خپلواکه هېواد نشي کولی هغه ومني.

په دغو دلسو غوښتونو کې له سوریې نه د ایران وتل، هستوي وسلو ته لاسرسی او له ترهګرو ډلو ملاتړ هم په کې شامل دي د منلو وړ نه دي. په داسې حال کې چې ایران تل هستوي وسلو ته د لاسرسي هڅه او له ترهګرو ملاتړ تورونه رد کړي دي.

ایران وايي د دوی هستوي فعالیتونه یوازې د انرژۍ د تولید په موخه دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سې‎شنبې(د غبرګولي په ۷مه نېټه) اعلان وکړ چې که ایران د امریکا غوښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي، نو واشنګټن له تهران سره خبرو ته چمتو دی.

 په همدې حال کې ایران وايي چې د امریکا غوښتنې به ونه مني.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د جاپان لومړی وزیر له ایراني مشرانو سره ښې اړیکې لري او هغه په تمه دی چې څه کېږي

ټاکل شوې د جاپان ولسمشر، شینزو اوبه لنډ وخت کې ایران ته سفر وکړي.

ټرمپ ویلي چې د جاپان لومړی وزیر له ایراني مشرانو سره ښې اړیکې لري او هغه په تمه دی چې څه کېږي

شریک یي کړئ