Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د عربي هېوادونو د مشرانو تورونه غندي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې د ایران پر وړاندې د عربي هېوادونو د مشرانو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د پاچا خبرې چې ایران د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي غندي او وايي چې سعودي عربستان له دې غونډې ناوړه ګټه پورته کوي.

د عربي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان په مکې ښار کې د ایران په تړاو په خپلې بیړنۍ غونډه کې د ایران پر وړاندې د پرېکنده اقداماتو غوښتنه وکړه.

 د عربي هېوادونو مشران ایران د نورو هېوادونو په چارو کې پر لاسوهنې؛ له ترهګرو پر ملاتړ او حوثي اورپکو ته د توغندیو پر ورکولو او پر سعودي عربستان د دغو توغندیو  پر توغولو تورنوي.

د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان څرګنده کړه:«هغه څه چې د ایران رژیم یې ترسره کوي؛ یانې د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د اټومي پروګرام او د بالسټیک توغندیو پراختیا د نړیوال امنیت پر وړاندې یو ګواښ دی؟»

د خلیج هېوادونو د همکاریو د شورا منشي عبداللطیف بن رشید الزیاني هم وویل:«موږ د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالتونو  له سیاستونو چې د تهران اټومي پروګرام هم په کې شاملېږي ملاتړ کوو؛ د ایران بالسټیک توغنديو او د دغه هېواد کړنو د سیمې سوله او امنیت بې ثباته کړی دی.»

په دې لړ کې عراق د ایران او عربي هېوادونو تر منځ د اختلافونو د هواري غوښتنه کوي.

د عراق ولسمشر  برهم صالح وايي:«که اوسنی کړکېچ په ښه توګه مدیریت نه شي؛ موږ به په سیمه او نړۍ کې له خطرونو سره مخ شو؛ او دا خطرونه به زموږ هېوادونو ته هم راورسېږي.»

د عربي هېوادونو مشران په داسې حال کې پر ایران د نورو فشارونو غوښتنه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره د ایران په تړاو پر لیدنو بوخت دی.

له د سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره د ایران په تړاو پر لیدنو بوخت دی.

شریک یي کړئ