Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د هرمز تړانګه کې د برېټانیې بله نفت وړونکې بېړۍ ایسار کړې

ایراني چارواکي وايي چې د دغه هېواد ځواکونو د هرمز په تړانګه کې د برېټانیې یوه بله نفت وړونکې بېړۍ ایسار کړه.

د دغو چارواکو په وینا، دغه بېړۍ د مخالف مسیر د تېرېدو، د چاپېریال ککړتیا او د ایراني ځواکونو ګواښونو ته د نه پاملرنې له امله، نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې، برېټانیا د ایران یوه نفت وړونکې بېړۍ د جل‎الطارق په اوبو کې نیولې وه - چې دې کار د تهران غوسه راوپاروله.

ایراني چارواکو ګواښ کړی وو چې د برېټانیې دا کړنه به بې ځوابه پاتې نه‎شي.

په ورته وخت کې انګلستان هم ویلي چې د ایران له خوا د دوی د بېړۍ نیول د منلو وړ نه دي. دغه هېواد له ایران څخه غوښتي چې ژر تر ژره دغه بېړۍ ازاده کړي.

که‎څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې زیاتې شوي خو برېټانیا وايي چې له ایران سره د پوځي جګړې غوښتونکې نه ده.

له دې مخکې ایران هم د برېټانیا یوه بېړۍ توقیف کړې وه؛ خو اوس ویل کېږي چې دا بېړۍ ازاده شوې ده.

شریک یي کړئ