Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د سېلاوونو له کبله ۱۸کسان وژل شوي دي

په ایران کې د سېلاوونو راوتو له کبله ۱۹ کسان وژل شوي او کابو ۳۰ نور ټپیان دي.

د دې هېواد په لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو کې له یوې اوونۍ راهیسې سخت بارانونه وریږي او له کبله یې زورور سېلاونه راتلي دي.

د ایران له لس ولایتونه د سېلاونو له ګواښ سره مخامخ دي او ډېر شمېر خلکو ته مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

په همدې حال کې د ایران د هوا پېژندنې ادارې په لسو ولایتونو کې د سختو سېلاوونو د راوتو خبر ورکړی دی.

په وروستیو ورځو کې د یاد هېواد په ګلستان ولایت کې سېلاوونه راوتلي وو چې له کبله یې ډېر شمېر خلک له ستونزو سره مخامخ وو.

اوس مهال په شېراز ولایت کې هم سېلاوو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې زورور سېلاوو په سرکونو کې موټر هم له ځانه سره وړي.

د ایران له لس ولایتونه د سېلاونو له ګواښ سره مخامخ دي او ډېر شمېر خلکو ته مالي زیانونه هم ور اوښتي دي

شریک یي کړئ