ایران کې د ژغورونکو ډلو چارواکي نن(دوشنبې د سلواغې۳۰مه) وايي چې د تېرې ورځې نسکورې شوې الوتکې په په پایله کې د وژل شویو کسانو د مړو موندلو لپاره هڅې روانې دي.
دا الوتکه کله چې د تهران مهر آباد هوايي ډګر څخه د یاسوج پر لور خوځېدلې وه، نسکوره شوه.
د راپورونو له مخې د خرابې هوا له کبله ژغورونکې ډلې نه دي توانېدلي چې په سمه توګه خپل کار مخې ته یوسي، الوتکه په غرنۍ سیمه کې پرېوتې ده.
له بله پلوه د قربانیانو کورنۍ هم هڅه کوي چې سیمې ته ځانونه ورسوي.
که څه هم چې د الوتکې د سورلیو مړي نه دي پيدا شوي، خو د ټولو مرګ تائید شوی دی.
له دې سره هممهاله ویل کيږي چې په یاسوج کې درې ورځې عمومي ویر اعلان شوی دی.
د آسمان هوايي شرکت آی ټی آر الوتکه تېره ورځ کله چې له هوايي ډګر څخه الوتې ده ۵۰ دقیقې وروسته له رادار څخه ورکه شوې او د اصفهان په سویل سمیرم کې نسکوره شوه.