په ایران کې یوه مسافروړونکې الوتکه چې د تهران مهرآباد هوايي ډګر څخه د یاسوج ښار پر لورې خوځېدلې وه، د دې هېواد په زاګرس غرونو کې نسکوره شوې ده.
ایراني چارواکي تائیدوي چې یوه مسافروړنکې الوتکه د سمیرم په ۱۲۰کیلومټرۍ کې د کهنګان پادنا سیمه کې نسکوره شوې ده.
په دې الوتکه کې ۶۰ تنه مسافر او ۶ تنه کارکوونکي سپاره وو.
د ایران د هوايي چلند بنسټ ویاند، رضا جعفرزاده ویلي دي چې دې الوتکې نن د تهران مهرآباد هوايي ډګر د ایران سویل ختیځ خوا ښار یاسوج پر خوا خوځېدلې وه، نسکوره شوې ده.
په همدې حال کې د ایران پرس ټي وي ویلي دی چې د دې الوتکې ټوله سورلۍ وژل شوې ده.