Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې پر پوځي پرېډ برید کې لس تنه ووژل شول

د ایران په اهواز ښار کې د دغه هېواد د پوځيانو پر پرېډ برید کې د سپاه پاسداران لس سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې برید کې نو ۲۱  سرتېري ټپیان دي.

ایراني پوځیانو دوه بریدګر وژلي او دوه نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې برید کوونکي د مراسمو سیمې ته نېږدې یوې ودانۍ څخه پر پریډ ډزې کړې.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر،  جواد ظریف څرګنده کړې چې ترهګر د یوه بهرني هېواد لخوا روزل شوي او پېسې یې اخیستي دي.

ظریف وړاندې ويلي دي چې ایران سیمه‎ییز ترهګر او د هغه په وینا امریکايي مشران یې د دغه برید مسوؤل ګڼې. دی وايي ایران به دې برید ته کلک ځواب ورکړي.

په دې وروستیو میاشتو کې دایران په لویدیځو سیمو په ځانګړې توګه له عراق سره پر پوله ناامنۍ زیاتې شوې دي.

ویل کېږي چې دوه تنه برید کوونکي د ایراني پوځيانو په ډزو کې وژل شوي او دوه یې په تېښته بریالي شوي دي

شریک یي کړئ