Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران یو ځل بیا ځواکمنې زلزلې ولړزاوه

د ایران په سوېل ختیځ کې د کرمان ښار، نن ګهیځ یوې ځواکمنې زلزلې ولړزاوه.

د ایران رسنیو ویلي چې دغې زلزلې د کرمان په ښار او کلیو کې ځينې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

د دغې زلزلې ځواک ۶،۱ ریکټر ښودل شوې او خو د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د ایران رسنیو د دغې زلزلې مرکز د راور ولایت د «هجدک» سیمه ښودل شوې ده. دغه رسنۍ وايي چې دغې زلزلې څو نورو ټکانونه هم لرل او د هغه له امله په کرمان کې د ځينو کلیو لارې تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې ایران د یوې ځواکمنې زلزلې شاهد وه چې څه باندې ۴۰۰ قربانیان یې لرل.

ایران یو ځل بیا ځواکمنې زلزلې ولړزاوه

د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه رپوټ نه دی ورکړل شوی؛ خو د رپوټونو پر بنسټ، په لسګونه کورونه ویجاړ شوي او ځينې څاروي هم وژل شوي دي.

شریک یي کړئ