Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تانزانیا کې د تېلو ټانګر چاودنه کې ۵۵ تنه وژل شوي

 د افریکا په ختیځ کې د تانزانیا په موروګورو ښار کې د تېلو ټانګر چاودنه کې ۵۵ تنه ووژل شول.

د تانزانیا پولیسو ویلي چې دا ټانګر نن شنبې (د زمري په ۱۹مه) له هغې وروسته کله چې ټرافیکي پېښه یې وکړه، اور واخیست او وروسته وچاودېد.

د پېښې شاهدان وايي چې دا ټانګر له هغې وروسته وچاوېد چې د سیمې یو ډېر شمېر اوسېدونکي د هغه تر شاو خوا راغونډ شوي وو.

د دغو شاهدانو په وینا، ډېری هغه کسان چې په دغې پېښه کې وژل شوي، د سیمې اوسېدونکي دي چې د تېلو د غلا کولو لپاره د تېلو د دغه ټانکر شاوخوا راغونډ شوي وو.

رویترز رپوټ ورکړی چې په افریقا کې له هغو ټانکرانو د تېلو پټول یو معموله چاره ده چې له حادثې سره مخ شوي وي.

شریک یي کړئ