Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه: سوریې کې برید به د امریکايي سرتېرو پر وتو اغېزه وکړي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان وايي د سوریې په منبج ښار کې برید چې داعش یې مسوولیت واخیست، له دې هېواده به د امریکايي ځواکونو د وتو پر پرېکړې اغېزه وکړي.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف ځواکونو په دې برید کې د دوو امریکايي سرتېرو وژل کېدل تایید کړي دي.

د ترکیې ولسمشر ویلي دي:«د هغو مالوماتو له مخې چې زه یې لرم، پنځه امریکايي سرتېري او شل تنه نور کسان وژل شوي دي، د داعش ډلې د برید مسوولیت منلی دی. او دا برید به له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتو پر پرېکړې اغېزه وکړي.»

واشنګټن په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې خپل سرتېري به له سوریې وباسي او مسکو هم د دې پرېکړې د پلې کېدو په  تمه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاووروف څرګنده کړې چې د امريکايي ځواکونو له وتو وروسته به د سوریې حکومت د دې هېواد ختیځه برخه هم اداره کړي.

هغه زیاته کړې ده:«موږ د کردانو او د سوریې حکومت د استازو له اړیکو چې دوی د پردیو له مداخلې لیري څنګه کولی شي سره د یووالي ژوند وکړي، ستایو او ملاتړ یې کوو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سوریې موضوع ډېره مهمه ده او راتلونکې اوونۍ به دواړه هېوادونه په مسکو کې پر همدې موضوع خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سوریې موضوع ډېره مهمه ده او راتلونکې اوونۍ به دواړه هېوادونه په مسکو کې پر همدې موضوع خبرې وکړي

شریک یي کړئ