Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه کي بیړنی حالت له دوه کاله وروسته پای ته ورسېد

په ترکیه کې بیړنی حالت، له دوه کاله وروسته د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان له بریا سره سم پای ته ورسېد.

دوه کاله مخکې، په ترکیه کې د اردوغان د حکومت په وړاندې له ناکامې کودتا وروسته، دغه هېواد کې بیړنی حالت اعلان شو.

د دغو دوه کلونو په لړ کې، په زرګونه تنه له کاره ګوښه او په کور کېنول شول.

په دغه هېواد کې بیړنی حالت هر درې میاشتې وروسته غځول کېده.

ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې پارلمان، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لایحه وڅېړي.

د ۲۰۱۶ کال په اوړي کې چې په دغه هېواد کې ناکامه کودتا ترسره شوه، کابو ۲۵۰ تنه ووژل شول، او په زرګونه تنه نور په دغه هېواد کې بندیان شول.

فتح الله ګولن، ترکی مذهبي مشر چې په امریکا کې مېشت دی په دې تورن دی چې دغه ناکامه کودتا د هغه په مشرۍ ترسره شوې ده.

اخوا، ګولن په ځواب کې ویلي چې له دغې کودتا سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او په برعکس اردوغان د دغې کودتا مسوول بولي.

شریک یي کړئ