Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیې ته د کردان پر سر د ټرمپ ګواښ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کوي چې که ترکیه پر کردي جنګیالیو برید وکړي، نو امریکا به د ترکیې او هم د ایران اقتصاد وراند کړي.

ټرمپ وروسته له هغې دا خبره کوي چې ترکیې د سوریې پولې ته نیږدې خپل تازه دمي سرتېري استولي دي.

امریکا متحده ایالاتو او کردانو په ګډه په سوره کې د داعش ډلې پر وړاندې جګړه کړې ده، اوس چې امریکا له سوریې د وتو هوډ کړی، کردان د ترکیې له بریدونو په وېره کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امریکا متحده ایالات په سوریه کې د کردانو د برخلیک په تړاو له ترکیې حکومت سره سلا ته هیله څرګنده کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د خپل ترکي سیال، مولود چاووش اوغلو سره له ټلفوني اړیکې وروسته هیله څرګنده کړې وه چې په سوریه کې په د کردانو د برخلیک په تړاو له ترکیې سره هوکړې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیه  کردي جنګیالي ترهګر بولي او پر وړاندې یې د پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکړی دی.

امریکا متحده ایالات اوس مهال سوریه کې کابو دوه زره سرتېري لري چې له کردي جنګیالیو سره یوځای د داعش پر وړاندې جګړه کوي. خو کردي جنګیالي د امریکايي ځواکونو وتل له داعش سره د مبارزې په زیان بولي.

ترکیې ته د کردان پر سر د ټرمپ ګواښ

امریکا متحده ایالاتو او کردانو په ګډه په سوره کې د داعش ډلې پر وړاندې جګړه کړې ده، اوس چې امریکا له سوریې د وتو هوډ کړی، کردان د ترکیې له بریدونو په وېره کې دي

شریک یي کړئ