په جرمني کې یوه ۵۰ کلن سړی پر افغان او سوریې کډوالو برید کړی دی او څلور تنه یې ټپيان کړي دي.
د دغه هېواد پولیسو د برید انګیزه نژاد پالنه بللې ده او وايي چې بریدګر نیول شوی دی.
دغه سړي پرون ورځ په جرمني کې پر پلو کسانو خپل موټر ځغلولی دی.
د جرمني پولیس وایي، نیول شوی کس وړاندې هم دوه ځلې دا ډول بریدونه کړي وو.