د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د ملي مسلم لیګ نوی تاسیس شوی ګوند د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې ګډون نهشي کولای.
د دغه کمېسیون وايي چې د حافظ سعید په مشري د ملي مسلیم لیګ نوی تاسیس شوی مذهبي ګوند نهشي کولای چې په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي. ځکه دا کمېسیون وایي، حافظ سهید د لښکر طیبه ډلې سره تړاو لري.
د مسلم ملي لیګ د سیف الله خالد له خوا، حافظ سعید ته د یوه نېږدې کس له خوا جوړ شوی دی.
حافظ سعید تورن ده چې په هند او څو نورو برخو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي او د امریکا متحده ایالات د حافظ سعید د نیولو پر سر لس مېلیونه ډالره جایزه هم ټاکلې ده.
هند او امریکا وایي چې حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال په بمبي چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو کې لوی لاس لري.
هغه اوس په لاهور کې په کورني بند کې دی.