Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسراييلي پوځيانو پر ضد په امریکا کې د مېشتو عربو لاریون

د امریکا په شیکاګو ښارکې د منځني ختیځ د عربي هېوادونو په سلګونه اوسېدونکو پر فلسطیني اعتراض کوونکو د اسراییلي پوځيانو د زو پر ضد لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو د امریکا او اسراییلو پر ضد شعارونه ورکړل او له تل‎ابیب څخه بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت له لېږد سره یې مخالفت وښود. او هغه د نړیوالو قوانینو پر خلاف وباله او د امریکا له حکومته یې وغوښتل چې دا پرېکړه لغوه کړي.

یوه اعتراض کوونکي په دې اړه وویل:«ډنلډ ټرمپ نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي. لکه څرنګه چې د امریکا خلک دلته دي، ژمنه کوو چې خپل غږ پورته کوو، او تاسې نه شی کولای دا کار زموږ په نوم ترسه کړئ.»

اعتراض کوونکي امریکا په عربي هېوادونو کې د نفت ته د لاسرسي پر هڅو تورن وي.

یوه بله لاریون کوونکي څرګنده کړه:«هغوی دا کار ددې لپاره ترسره کوي چې امریکا په منځني ختیځ کې د اسراییل په څېر یوه سپي ته اړتیا لري، په هغه ځای کې ډېری سرچینې لکه د نفتو او انساني سرچینې چې مېلیونونه او تریلیونه ډالره ارزښت لري؛ هلته د امریکا لپاره دې وساتي. له همدې امله هغوی د فسطین په اړه فکر نه کوي. په حقیقت کې حتا موږ باور نه‎لرو چې د امریکا پاملرنه دې اسراییلو ته وي، موږ له ډونلډ ټرمپ څخه غواړو چې خپل توکم‎پاله پرېکړه دې چې بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت لېږد دی، بدله کړي او دا کار د نړیوالو قوانینو پر خلاف دی.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د دوشنبې په ورځ، له تل‎ابیب څخه خپل سفارت بیت‎المقدس ته ولېږدوه او له هغې وروسته، د فلسطیني ځوانانو او اسراییلي پوځيانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۶۰ فلسطیني مړه او کابو درې زره تنه نور ټپيان شول.

اعتراض کوونکي امریکا په عربي هېوادونو کې د نفت ته د لاسرسي پر هڅو تورن وي. او له تل‎ابیب څخه بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت له لېږد سره یې مخالفت وښود

تصویر بندانگشتی

د امریکا په شیکاګو ښارکې د منځني ختیځ د عربي هېوادونو په سلګونه اوسېدونکو پر فلسطیني اعتراض کوونکو د اسراییلي پوځيانو د زو پر ضد لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو د امریکا او اسراییلو پر ضد شعارونه ورکړل او له تل‎ابیب څخه بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت له لېږد سره یې مخالفت وښود. او هغه د نړیوالو قوانینو پر خلاف وباله او د امریکا له حکومته یې وغوښتل چې دا پرېکړه لغوه کړي.

یوه اعتراض کوونکي په دې اړه وویل:«ډنلډ ټرمپ نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي. لکه څرنګه چې د امریکا خلک دلته دي، ژمنه کوو چې خپل غږ پورته کوو، او تاسې نه شی کولای دا کار زموږ په نوم ترسه کړئ.»

اعتراض کوونکي امریکا په عربي هېوادونو کې د نفت ته د لاسرسي پر هڅو تورن وي.

یوه بله لاریون کوونکي څرګنده کړه:«هغوی دا کار ددې لپاره ترسره کوي چې امریکا په منځني ختیځ کې د اسراییل په څېر یوه سپي ته اړتیا لري، په هغه ځای کې ډېری سرچینې لکه د نفتو او انساني سرچینې چې مېلیونونه او تریلیونه ډالره ارزښت لري؛ هلته د امریکا لپاره دې وساتي. له همدې امله هغوی د فسطین په اړه فکر نه کوي. په حقیقت کې حتا موږ باور نه‎لرو چې د امریکا پاملرنه دې اسراییلو ته وي، موږ له ډونلډ ټرمپ څخه غواړو چې خپل توکم‎پاله پرېکړه دې چې بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت لېږد دی، بدله کړي او دا کار د نړیوالو قوانینو پر خلاف دی.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د دوشنبې په ورځ، له تل‎ابیب څخه خپل سفارت بیت‎المقدس ته ولېږدوه او له هغې وروسته، د فلسطیني ځوانانو او اسراییلي پوځيانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۶۰ فلسطیني مړه او کابو درې زره تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه