Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسپانیا لومړی وزیر: کاتالونیا کې ټول‎پوښتنه نه ده ترسره شوې

په اسپانیا کې د شنبې پر ورځ( د تلې پر۹مه) د کاتالونیا خپلواکۍ په اړه ټول‎پوښتنه د مادرید حکومت غیرقانوني وبلله  او د مخنیوي پرمهال تاوتریخوالی رامنځده شو.

د دې هېواد لومړي وزیر، ماریانو راخوی په خپله ټلویزیوني وینا کې د دې ټول‎پوښتنې په اړه وویل:«نن په کاتالوینا کې کومه ټول‎پوښتنه نه ده ترسره شوې.»

ده زیاته کړه:«هغه څه چې ترسره شول، د هېواد نظم  او ارامۍ له منځه وړل وو.»

ښاغلي راخوی وړاندې ویلي دي:«نن ټولو اسپانویانو ولیدل چې په هېواد کې قانون پالنه په خپل ځواک سره پاتې ده او هغه کسان چې له قانون څخه تېښته کوي، محدودوي.»

ده همداراز د ټول‎پوښتنې او تاوتریخوالیو کابو کولو له امله د خپل هېواد له پولیسو مننه کړې ده او هغوی یې ستایلي دي.

د راپورونو له مخې د کاتالوینا خپلواکۍ ټول‎پوښتنې ګډون‎کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتو کې ۸۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اسپانیا په کاتالونیا کې د ټول‎پوښتنې په ترڅ کې د تاوتریخوالیو په پایه کې د دې هېواد لومړي وزیر ویلي دي چې کومه ټول‎پوښتنه نه ده ترسره شوې

شریک یي کړئ