د امازون په ځنګلونو کې د اورلګېدنې په دوام، د لاتیني امریکا په زرګونه وګړي د برازیل د سفارت خونو په وړاندې په لاریون لاس پورې کړ.
د امازون په ځنګلونو کې له څو اوونیو راهیسې اورلګېدنه روانه ده، او تراوسه څه باندې یو مېلیون هکټار ځنګلونه سوځېدلي دي.
هغوی د برازیل حکومت د دغې اورلګېدنې د مخنیوي په برخه کې په بې پروایۍ تورن وي.
یوه لاریونوال سلوموندو شایو په دې اړه وویل:«موږ دلته د دې لپاره راغلي یوو چې په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي. نړۍ د پیسو ترلاسه کولو ته تمرکز لري، خو کهچېرې موږ دا ځنګلونه ونه لرو هېڅ پیسې به هم ونهلرو، له همدې امله زه د دغه کار لپاره مبارزه کوم.»
د برابزیل چارواکو ویلي چې د دغه اورلګېدنه د تېرو کلونو په پرتله اتیا سلنه پراخه ده.
له همدې امله ځينې لاریونوال د دغې اورلګېدنې د پراختیا عاملان د برازیل حکومت او د دغه هېواد د کرنې وزارت ګڼي.
یو له لاریونوالو ډانیل وېلمر څرګنده کړه:«د برازیل ولسمشر، ټولې سرچینې د کرنې وزارت په واک کې ورکړې دي، له دې کار سره به څه وشي؟ له همدې امله له یوه کال وروسته اورلګېدنه پيل شوې، او د برازیل حکومت هم هغه ته هېڅ لېوالتیا نهلري. دا یو حقیقت دی چې د برازیل ولسمشر په دغې اورلګېدنې کې ملامت دی.»
ګرمه او وچه هوا، د بادونو الوتل د دغې اورلګېدنې لاملونه دي.
دا اورلګېدنې چې له څو اوونیو راهیسي دوام لري، د برازیل، بولیویا او پارګوای د ځنګلونو ځينې برخې سوځولي دي.
د اور وژنې ډلې له هوا او ځمکې هڅه کوي چې دا اورلګېدنه مړه کړي.