د امازون په ځنګلونو کې د اورلګېدنې دوام، د نړۍ ځينو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان اندېښنې راپارولې دي.
دا اورلګېدنې چې له څو اوونیو راهیسي دوام لري، د برازیل، بولیویا او پارګوای د ځنګلونو ځينې برخې سوځولي دي.
د اور وژنې ډلې له هوا او ځمکې هڅه کوي چې دا اورلګېدنه مړه کړي.
ګرمه او وچه هوا، د بادونو الوتل د دغې اورلګېدنې لاملونه دي.
د بولیویا چارواکي وايي چې په دغې اورلګېدنې کې، یو اعشاریه یو مېلیون هکتاره ځنګل سوځېدلي. په امازون کې دغه اورلګېدنې، د تېرو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی لرلی دی.
د بولیویا لومړی وزیر خوان رامون ګېنټانا په دې اړه وویل:«د قبیلو همکارۍ ته اړتیا ده او موږ له هغوی سره ځينې مسوولیتونو شریکوو. موږ دا اورلګېدنې څېړو او په دې برخه کې ګامونه پورته کوو. کهچېرې د دغې اورلګېدنې په وژنه کې د برازیل او پراګوی هېوادونه مرسته ونه کړي، د هغه اداره کول به ډېر ستونزمن وي.»
د برابزیل د کلیو ځينې اوسېدونکي چې د دغې اورلګېدنې په لار کې پراته دي، وايي چې هڅه کوي، څو خپل کورونه او څاروي له دغې اورلګېدنې وژغوري.