رپوټونه رسوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي شوي چې د افغانستان د جګړې یو متقاعد رابرټ هارورډ،د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار په توګه معرفي کړي.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکارۍ څخه د مایکل فلین له استعفاء څخه وروسته،د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی مرستیال او د افغانستان د جګړې یو له متقاعدو څخه هارورډ د فلین ښه ځای ناستی بلل شوی دی.
رابرټ هارورډ په شاهي پېر په ۱۹۷۸ زیږدیز کال کې د ایران په یوه ښوونځي کې درس لوستی دی.
هغه همدارنګه د افغانستان او عراق په جګړه کې د خدمت تجربه هم لري.