Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا متحده ایالات د ترکیې کابینې پر دوه وزیرانو بندیز ولګوه

سیپنه ماڼۍ وايي چې د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزیران په ترکیه کې د یوه امریکايي کشیش په بندي کولو کې د ونډې لرو له امله پرې بندیز لګېدی دی.

د سپينې ماڼۍ د ویاندې په خبره، د رجب طیب اردوغان د کابینې دغه دوه وزیرانو په ترکیه کې د یوه امریکايي کشیش اندریو برونسن د نیولو حکم صادر کړی دی. هغه کشیش چې د ترکیې حکومت هغه د «پي کې کې» ګوند او د فتح الله له غورځنګ سره په همکارۍ تورنوي.

د سپينې ماڼۍ ویانده سارا هکبي سنډرز وویل چې د دغه کشیش پر ضد هېڅ دلیل شتون نه لري او هغه بې ګناه دی.

هغې زیاته کړه:«موږ باور لرو چې هغه د ترکیې د ولسمشر، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د حکم قرباني شوی. موږ د دغه هېواد د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز لګوو ځکه دوی د دغه کشیش په نیولو کې ونډه لرله، په دې ترتیب سره په امریکا کې په دغو دوه وزیرانو پورې اړوندې شتمنۍ بندېږي او امریکايي وګړي له هغوی سره له راکړې ورکړې څخه منع کېږي.»

انډریو برونسن، له ۲۰ کلونو راهیسې په ترکیه کې کار کړی. هغه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د محکمې په حکم له بنده ازاد کړل شو او کورني بند ته ولېږدول شو.

په همدې حال کې د دغه کشیش پر نیولو د امریکا نیوکو ترکیه په غوصه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې اړه وايي:«موږ په ناټو کې له امریکې سره همکاري وکړه. یوځای مو په کوریا او نورو ځایونو کې کار وکړ. دا چې موږ داسې وګواښي د هغوی وړ نه ده. موږ نه شو کولای ګواښونکې خبرې ومنو.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د سوېل ختیځو اسیايي هېوادونو د غونډې په څنډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۱ مه) په سنګاپور کې پیل شوه له یو بل سره لیده کاته وکړي.

شریک یي کړئ