Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د اوباما اقدام

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ(د مرغومې په ۹ مه) د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې له امله غچ اخیستوونکي اقداماتو ته مخه کړه.

دغه اقدامات د روسیې د دو اطلاعاتي بنسټونو په وړاندې د بندیزونو وضع کول،د ۳۵ روسي کارکوونکو بهر کول او په مسکو پورې د دوه اړوندو بنسټونو تړل په ځان کړې رانغاړي.

له دې وړاندې اوباما ژمنه کړې وه چې د ولسمشر پوتین حکومت به د امریکا په ټاکنو کې د ټرامپ په ګټه د لاسوهنې له امله به تنبه کړ او د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره یې د پنجنشبې په ورځ دغچ اخیستنې اقدامات یې اجرا کړل چې احتمالاً د سپينې ماڼۍ،مسکو او د منتخب ولسمشر،ډونالډ ټرامپ ترمنځ به د شخړو د زیاتوالي لامل به شي.

د امریکا څارګرې ادارې رپوټ ورکړی وه چې د اغلې کلېنټون برېښنالیکونه د کرېملین په حکم هک شوي وو ترڅو جمهوري غوښتونکی واک ته ورسېږي.

اوباما په یوې بیانیه کې وویل:«ما د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د سایبري عملیاتو له امله د روسیې په وړاندې د غچ اخیستونکو اقداماتو حکم ورکړ.»

هغه حکم کړی چې د روسیې د نظام د اطلاعاتو بنسټونو په وړاندې،چې د «جي ار یو» او «اف اس بي»سره مشهورې دي،بندیزونه ولګوي.

او همدارنګه په واشینګټن کې د روسیې په سفارت همدارنګه په سانفرانسیسکو په قونسلګرۍ کې د دغه هېواد د ۳۵ اطلاعاتي کارکوونکو ته حکم شوی دی چې په ۷۲ ساعتونو کې له امریکا څخه ووځي.

همدارنګه امریکايي چارواکي د نیوریارک او ماريلنډ په ښارونو کې په روسیې پورې اړوندو دوو ودانیو نېږدې شوي دي.

شریک یي کړئ