د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون یو ځل بیا نن (یکشنبې د چنګاښ په ۹مه) د شمالي او سوېلي کوریا په سرحد کې سره لیدلي دي.
ډونلډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا سرحد تللی او د امریکا لومړنی برحاله ولسمشر دی چې د شمالي کوریا خاورې ته تللی دی.
دا لیدنه د شمالي او سوېلي کوریاو په خلع سلاح شوې یې سیمه کې ترسره شوه.
ډونلډ ټرمپ دوه ورځې مخکې وړاندیز وکړ چې داسې یوه لیدنه دې وشي. ښاغلی ټرمپ وايي چې د شمالي کوریا د اټومي وسلې د خلع سلاح په لټه کې دی.
د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو، له لیدو وروسته د سوېلي کوریا یوې دولتي ودانۍ ته ولاړ څو نورې خبرې سره وکړي.