Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران بډایه شویو یورانیم د زیاتوالي په اړه د امریکې توند غبرګون

د امریکا متحده ایالات د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زیاتوالي په غبرګون کې وايي چې دا هېواد له اور سره لوبې کوي.

واشنګټن چې په خپله د ایران له اټومي تړون څخه بهر شوی، له تهران غواړي چې دغه هوکړه‎لیک ته ژمن وي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په ایران کې د یورانیمو بډایه کېدو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.

دغه سازمان د خبرو له لارې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافونو پر حل ټينګار کوي.

ایران کې د یورانیمو د بډایه کېدو د زیاتوالي او همدارنګه د یورانیمو د زېرمو د زیاتوالي په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ایران ته ګواښ کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي:«د ایران لپاره کوم پيغام نه‎لرم. هغوی پوهېږي چې څه کوي، پوهېږي چې له اور سره لوبې کوي.»

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند له ایران څخه غواړي چې پر اټومي هوکړه‎لیک عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجاریک وايي:«که‎چېرې دا رپوټونه تایید شي، د دغه هوکړه‎لیک پر خونديتابه او د ایران د خلکو له اقتصادي ګټو سره به مرسته ونه کړي. حیاتي ده چې دغې او نورو مسایلو ته په اټومي هوکړه‎لیک او تګلاره کې یې راغلي پاملرنه وشي.»

خو ایران چې د اټومي هوکړې د خوندیتوب او د امریکا د بندیزونو د رفع کولو لپاره د اروپا له هڅو راضي نه دی وايي چې خپله تګلاره عملي کوي.

امریکا تېر کال د ایران اټومي هوکړه‎لیک څخه ووت؛ خو له تهران څخه غواړي چې دغه هوکړه‎لیک ته ژمن پاتې شي.

سپینې ماڼۍ تېره ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي حتا د اټومي هوکړه‎لیک له شتون مخکې هم ایران د هغه اصول تر پښو لاندې کول؛ خو روښانه یې نه کړه چې څه ډول د دغه هوکړه‎لیک له لاسلیک مخکې د هغه اصول یې تر پښو لاندې کول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه