د ایران رسنیو نن دوشنبه (د مرغومې ۲۴مه) رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد په کرج ښار کې د ملي پوځ یوه الوتکه نسکوره شوې ده.
د رپوټونو پر بنسټ، د دغې الوتکې د ۱۶ تنو سپرلۍ له ډلې ۱۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دي چې روغتون ته لېږدول شوی دی.
ایرانۍ رسنۍ وايي چې د ایران د ملي پوځ دغې الوتکې له قرغیزستان څخه د غوښې بار ایران ته رالېږدوه.
د رپوټونو پر بنسټ، دغه الوتکه د ایران سپاه پاسداران پورې اړوند هوايي ډګر کې د ناستي پر مهال له کرښې بهر شوې او له استوګنیځې ودانۍ سره ټکر شوې ده.
د دغې پېښې لامل تراوسه روښانه نه دی.