د ایران امنیتي ځواکونو یو کس په داسې حال کې ټپي کړی دی چې له وسلې سره یې غوښتل د دې هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ننه شي.
د راپورونو له مخې دې کس سره سړه وسله وه او د ولسمشرۍ ماڼۍ له ساتونکو سره په نښته کې ټپي شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې دا کس کله چې غوښتل یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ننه شي کفن یې اغوستی وه.
د نوموړي موخې په اړه او د دې کار لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.