Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشاراسد حکومت پر ضد ادلب کې اعتراضونه

د سوریې ادلب ښار یو شمېر اوسېدونکو د بشارالاسد حکومت پر ضد لاریون وکړ، دوی وايي چې د حکومت ځواکونو او متحدانو پر ضد به یې ودریږي.

اعتراض کوونکي په بمبار کې د ملکي کسانو له مرګ ژوبلې وېره لري.

د سوریې حکومت یو تن مخالف، ابو طیب وویل:«له ټولو برخو انقلابیون ادلب ښار ته رابلل شوې دي چې په میلیوني اعتراض کې برخه واخلي او دا نړیوالې ټولنې ته یو پیغام دی چې د رژيم تر نسکورېدو پورې به دا مقاومت دوام ولري. مو غواړو نړیوالو ته ښکاره کړو چې روسیه، ایران او سوریه غواړي ملکي کسان بمبار کړي.»

بل اعتراض کوونکی، انس زیاتوي:«موږ مجرمان نه یوو. موږ غواړو د بشار اسد حکومت چې غواړي موږ ووژني، له منځه ولاړ شي.د آزادۍ لپاره د دومره کسانو وژلو وروسته نړیواله ټولنه څنګه مني چې موږ د بشارالاسد حکومت ومنو.»

ادلب چې د سوریې حکومت د مخالفانو کلک ځای دی، اوس مهال غواړي چې د روسیې او ایران په مرسته په دې ښار کې پوځي عملیات ترسره شي.

اعتراض کوونکې، حمیده وايي:«پر ادلب پوځي عملیات د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان ګواښوي. ماشومان مو عادي ژوند لري او ښوونځیو ته ځي. ویره لرو که بمبار وشي او ملکي کسان بې ځایه شي نو چېرې به ځي. د ښوونې بهیر به هم ودریږي او زموږ د ماشومانو پر راتلونکي به اغېزه ولري. موږ خپلو ماشومانو ته آرام ژوند غواړو.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتونه، ترکیه او یو شمېر نور هېوادونه په ادلب کې د عملیاتو مخالف دي، خو دمشق، مسکو او تهران پر دې عملیاتو ټینګار کوي او وايي چې دا ښار باید له ترهګرو پاک شي.

په وروستیو دوو اوونیو کې د ادلب ښار ته نېږدې یو شمېر سیمې بمبار شوې دي چې بشري حقونو څار وايي یو شمېر ملکي کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشاراسد حکومت پر ضد ادلب کې اعتراضونه

دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي چې د سوریې حکومت غواړي د سوریې په ادلت ښار کې پوځي عملیات ترسره کړي

شریک یي کړئ