Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو د څاربنسټ:د لوڼي د وژلو پېښه دې په رڼه توګه وڅېړل شي

د بشري حقونو د څار بنسټ په پاکستان کې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي ارمان لوڼي د وژلو د څرنګوالي څېړنې غوښتنه کړې ده.

ارمان لوڼی د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په دویمه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوې غونډه کې له ګډو وروسته ووژل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پولیس د ښاغلي لوڼي پر وژلو تورنوي.

د بشري حقونو د څاربنسټ د پاکستان له حکومته غواړي چې په دغه هېواد کې قومونو ته درناوی وکړي او د دغه سازمان په وینا د سوله‎ییزو اعتراضونو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د بشري حقونو د څاربنسټ د اسیایي څانګې مدیر په دې اړه وویل:«پاکستاني چارواکي باید قومونه د ځواک په توګه وپېژني، نه کمزورتیا په توګه. دولت باید د هېواد بېلابېلو طبقو اندېښنو ته وغوږ کېږدي او اجازه ورکړي چې هغوی خپلې غوښتنې په سوله‎ییزه توګه بیان کړي.» 

د ارمان لوڼي له وژنې وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراضونه له سره پیل شول. د دغه غورځنګ غړي د پاکستان له حکومته غواړي چې د پښتنو په وړاندې له تاوتریخوالي لاس په سر شي او همدارنګه د ارمان لوڼي او د دغه غورځنګ د نورو غړو د وژنې عاملان مجازات کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بامیانو ځينو اوسېدونکو هم پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ دوه ورځې مخکې په لاریون لاس پورې کړ. په بامیانو کې معترضانو د پښتون ژغورنې د غړو انځورونه له ځان سره لېږدول. 

شریک یي کړئ