هند هیلهمند دی چې د پاکستان نوی حکومت به سویلي آسیا کې وسلهوال پر وړراندې رغنده کړنې ولري.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان کرکټ پخواني کرکټ لوبغاړی عمران خان چې د دې هېواد په وروستیو جنجالي ټاکنو کې بریالی شوی، له هند سره د ښو اړیکو غوښتنه لري.
په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«هیله ده چې د پاکستان نوی حکومت به د سویلي آسیا پراختیا، امنیت او ټیکاو لپاره چې له ترهګرۍ تش وي، هڅې وکړي.»
هند تل پاکستان په دې هېواد کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ، په سیمه کې د نفوذ او همداراز په کشمیر کې د ستونزو پر رامنځته کول تورنوي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.
عمران خان چې تېره پنجشنبه د پاکستان پارلماني ټاکنو کې بریالی شو او له پاکستان سره یې د کشمیر پر موضوع له خبرو له لارې د هواري غوښتنه وکړه.
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر خپلواکۍ وروسته تر اوسه د هند او دې هېواد ترمنځ درې ځله د کشمیر پر موضوع جګړه شوې ده، دا سیمه اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ویشل شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان خبرو پّ اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو زیاته کړې یې ده چې ولسواکۍ ته د ټاکنو له لارې د پاکستان پر خلکو یې باور درلود او ترې هرکلی کوي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې:«هند د یوه هوسا او پرمختللي پاکستان هیله او له خپلو ګاوندیو سره ښې اړیکې ولري.»