Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې او امریکا ترمنځ ناندرې یو ځل بیا زیاتې شوي

د ترکي توکو پر صادراتو د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د تعرفې لوړولو وروسته، د دې هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

د دې تعرفو زیاتولي سره د ترکي لیرې بیه کابو شل سلنه راکمه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان خپلو پلویانو ته وویل چې ترکیه د لویدیځ تر اقتصادي بریدونو لاندې ده. ده له خلکو غوښتنه وکړه چې که بهرنۍ روپۍ په ځانګړې توکه دالر او یورو لري نو پرې دې ترکي پیسې واخلي تر څو د لیري د بیې کموالي تشه ډکه کړي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:«زموږ پر هېواد ټولو اقتصادي بریدونو ته په کتو سره به موږ د ۲۰۱۸ کال د ترکیې اقتصادي ودې ته دوام ورکړو.»

د اردوغان دې خبرو وروسته، د هغه امریکايي سیال، ډونالډ ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې ولیکل چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د ترکیې لیره ټېټه شوې ده او د دې هېواد پر المونیمو او فولادو به تعرفي تر ۲۰ او ۵۰ سنلې زیاتې شي.

ده زیاته کړې ده چې اوس مهال د امریکا او ترکیې اړیکې ښې نه دي.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر له مسکو سره خپلې اړیکې ستايي او زیاتوي: «ما له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې، له نیکه مرغه چې به سږ کال ډېر شمېر روسي سیلانیان دلته راشي. زه فکر کوم چې له روسیې به کابو شپږ میلیونه سیلانیان دلته راشي.»

امریکا او ترکیه ترکیې ته له ایران څخه د تیلو پر واردولو، له کردي جنګیالیو سره جګړه او له داعش وسله والو سره مبارزې باندې سره د نظر توپیر لري.

د تعرفو زیاتوالیو په دوام د ترکي پیسو ارزښت کم شوی دی، تېره وره د دې هېواد لیرې بیه شل سلنه کمه شوې وه

شریک یي کړئ