Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د تېلو وړونکې ایرانۍ ازاده شوې بېړۍ د سوریې په لور حرکت کې ده'

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي د ایران د تېلو وړونکې بېړۍ چې تېره میاشت په جبل‎الطارق کې درول شوې وه د سوريې په لور حرکت کې ده.

ښاغلي پومپیو په خپله توېټر پاڼه لیکلي چې امریکا دقیق مالومات لري چې دا بېړۍ سوریه کې د طرطوس بندر درومي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې له ویلو سره چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف برېټانیا ته ډاډ ورکړی و چې دا بېړۍ سوریې ته نه ځي، ویلي دي چې پر ښاغلي ظریف اعتماد کول یوه ستره تېروتنه وه.

دا بېړۍ کابو یوه نیمه میاشت مخکې پر سوریې د اروپا د بندیزونو د پښو لاندې کولو په تور، په جبل‎الطارق کې وردول شوه؛ خو له ازادېدو وروسته، ترکیه، یونان او لبنان د دغې بېړۍ موخې اعلان شوې. خو هېڅ یوه هېواد دغه ادعا ونه منله.

له دې مخکې ایران که‎څه هم ویلي وو چې د دغې تېلو وړونکې بېړۍ بار یې پلورلی دی، خو د هغه هېواد په اړه چې دا یې پېرلي دي، څه ونه ویل.

د امریکا د خزاینو وزارت ګواښ کړی هر هغه هېواد چې دغې بېړۍ ته اسانتیا رامنځته کړي، د امریکا له خوا به پرې بندیز ولګول شي.  

شریک یي کړئ