Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خاشقجي په جنجال کې پومپیو هم ریاض ته ورسید

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو زویر مایک پومپیو د سعودي خبریال جمال خاشقجې د دوسيې اړوند د خبرو اترو لپاره سعودي ته ورسید.

جمال خاشقجي چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې په ترکیه کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ورک شو، نور ونه لیدل شو.

تېره شپه د ترکیې تحقیقاتي ډلې په هغه هېواد کې د سعودي عربستان قونسلګري پلټلې ده.

په همدې حال کې «سې ان ان» تلویزون د ترکي سرچينو په حواله وايي، سعودي غواړي پخپله قونسلګري کې د جمال خاشقجي وژل ومني.

د دې سرچینې په وینا، سعودي غواړي اعلام وکړي چې د سعودي حکومت منتقد خبریال په قونسلګرۍ کې د پوښتنو په اوږدو کې په غلطۍ وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې سعودي څو ورځې وړاندې پخپله قونسلګري کې د خاشقجي وژل رد کړي دي، له همدې سره پر دغه هېواد اقتصادي او سیاسي فشارونه ډېر شوي دي.

جمال خاشقجي نږدې دوه اوونۍ وړاندې په ترکیه کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ورک شو او داسې ادعاوې شته چې نوموړی په کنسلګري کې د ننه وژل شوی دی

شریک یي کړئ