Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د داعش ډلې پخوانۍ جنسي کنیزې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه

د سولې نوبل سږنۍ جایزه د داعش ډلې بندېوانې نادیې مراد او د کانګو هېواد یوه جراح ډاکټر دنیس موکواګا ته ورکړل شوه.

دغو ډواړو ګټونکو د ښځو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار کړی دی. خو نادیه مرادي، هغه مېرمن ده چې په خپله یو وخت د داعش ډلې جنسي کنیزه وه او له ازادېدو وروسته د ښځو د حقونو په برخه کې پر فعالیت پیل وکړ.

نادیه د عراق د یزیدیانو له لږکیو څخه ده چې د داعش له بنده له خلاصون وروسته، په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان کې له نشه‎يي توکو او جرایم سره د مبارزې د حسن نیت سفیره شوه.

هغې په هماغه کال کې، د ملګرو ملتونو سازمان په ملی اسمبلې کې، د جنسي تاوتریخوالي او د داعش ډلې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په برخه کې پر کم کارۍ نیوکه وکړه.

نادیې مراد ویلي وو:«که‎چېرې سر پرېکول، جنسي کنیزوالی، پر ماشومانو تېری او د مېلیونو کسانو بې‎ځایه کېدل تاسې خوځښت ته نه اړباسي، نو کوم شی به تاسې حرکت ته اړباسي؟ یوازې تاسې او کورنۍ موږ د ښه ژوند وړ نه یاست؛ موږ هم د ژوند حق لرو.»

نادیې مراد خپله جایزه، ټولو لږکیو او هغو مېرمنو ته چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي ډالۍ کړه.

ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمانونو، نادیې مراد او دنیس موکواګا ته د دغو جایزو ورکړه ستایلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي کومي نایدوو په دې اړه څرګنده کړه:« موږ د دوه عادي وګړو په اړه خبرې کوو چې څرګنده یې کړه چې عادي انسانان کولای شي خارق العاده کارونه ترسره کړي. هغوی هغه سیاسي اراده وښوده چې موږ یې په سیاسي مشرانو کې نه وینو.»

نادیه په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې، هغه مهال چې د عراق د سنجار ښار په کوجو کلي کې ژوند کاوه، د داعش ډلې د یرغل شاهده وه. داعش د نادیې د مور او شپږو وروڼو په ګډون د دغه ښار ۶۰۰ اوسېدونکي ووژل او د ځينو رپوټونو پر بنسټ په زرګونه یزیدي مېرنې او نجونې اسیرې کړې چې نادیه هم د هغوی په منځ کې وه. نادیه له جنسي کنیزتوب او ربړونې وروسته پر تېښته بریالۍ شوه.

نادیې مراد په خپل ټېوټر پاڼه لیکلي چې دا جایزه ټولو لږکیو او هغو مېرمنو ته چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني دي ډالۍ کوم. هغه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د داعش له منګولو د یزیدي نجونو د خلاصون لپاره هڅه وکړي.

شریک یي کړئ