Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روحاني لخوا په اوسنیو شرایطو کې له امریکا سره د خبرو ردول

د ایران ولسمشر، حسن روحاني دوشنبې ماښام(د غويي په ۳۰مه نېټه) په اوسنیو شرایطو کې له امریکا متحده ایالاتو سره د تهران د خبرو احتمال رد کړ.

ښاغلي روحاني ویلي دي:«نن د خبرو اترو لپاره حالت مناسب نه دي او زموږ یوازینۍ غوراوی مقاومت دی.»

په همدې حال کې تهران د یورانیو د غني کولو خبر ورکړی دی.

ایراني چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د یورانیمو غني کولو چارې یې څلور برابره زیاتې کړې دي.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ګواښ کړی چې که ایران یې په منځني ختیځ کې د ګټو پر وړاندې اقدام وکړي نو له «سخت غبرګون» سره به مخامخ شي.

ټرمپ دوشنبې سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې همداراز ویلي چې که ایران خبرو ته چمتو وي، نو امریکا به ورسره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې ده:«د ایران په اړه باید وګورو چې څه کېږي. خو دوی په دښمنۍ چلند کړی دی. دوی په حقیقت کې د ترهګرۍ د تحریک لومړنۍلامل دي.»

وروسته له دې چې امریکا له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې ووته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرې زیاتې شوې.

امریکا وايي چې پر ایران به د حداکثر فشار سیاست پلی کړی، خو تهران وايي د امریکا فشارونو پر وړاندې به مقاومت وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي که ایران وغواړي له امریکا سره خبرې وکړي، نو دوی خبرو ته چمتو دي

شریک یي کړئ