Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې او سوریې د مشرانو لیدنه؛ پوتین سوریه کې له بریا هرکلی وکړ

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د پنجشنبې په ورځ، له هغې وروسته کله چې په یوه ناڅاپي سفر کې د روسیې په سوچي ښار ولاړ، له خپل روسي سیال سره یې لیده کاته وکړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په دغې لیدنه کې وویل، چې اوس په سوریه کې د یوه سیاسي بهیر د پيل لپاره شرایط برابر شوي دی.

پوتین، له سوریې د بهرنیو ځواکونو پر بهر کېدو ټینګار کوي او له سوریې سره د روسیې د انسان پاله مرستو خبر ورکوي.

هغه زیاتوي:«له ترهګرۍ په جګړه کې د سوریې پوځي ځواکونو د پام وړ بریاوې لرلې دي او دا په سوریه کې د سیاسي بهیر پیل دی؛ بهرني ځواکونه باید د سوریې له جمهوري بهر شي.»

اخو د سوریې ولسمشر وايي چې اوس د سوریې حکومت هڅه کوي ترڅو په دغه هېواد کې نوی سیاسي بهیر او اساسي قانون رامنځته کړي.

هغه څرګنده کړه:«موږ د خپل پوځي وضعیت په اړه پلټنې پیل کړي دي. له ترهګرو سره د جګړې په ډګر کې د سوري پوځيانو کړنې مثبتې وې، په ځانګړې توګه زموږ پوځي اقدامات چې په سوریه کې د ثبات او خپلو کورونو ته د ولسي وګړو د راستنېدو لامل شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په سوریه کې داعش مات بولي، خو امریکا وايي چې داعش تراوسه په سوریه کې حضور لري او د دغې ډلې پرضد جدي پر جدي مبارزو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ