Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روسیې ولسمشرېزې ټاکنې پیل شوې دي

په روسیه کې نن(یک‎شنبې د ۲۷مه) د ولسمشرۍ ټاکنې د دې هېواد له ختیځه پیل شوې چې ښکارې پوتین مخکښ دی.

دغه ټاکنې لومړۍ د روسیې په ختیځ کې پیل شوې او اوس په مسکو ښار کې خلک د رایه ورکولو مرکزونو ته روان دي.

په دغو ټاکنو کې که څه هم د ولادیمیر پوتین د بریا په اړه هیڅ شک نشته خو مهمه خبره د رایه ورکوونکو د شمېر په اړه ده چې دا ځل به څومره روسان په دغو ټاکنو کې ګډون کوي.

د روسیې په دغو ټاکنو کې د پوتین ترڅنګ اوو تنو ځانونه نوماند کړي دي.

ښایې په دې ټاکنو کې دکمونست ګوند نوماند، پاول ګرودین سلنه رایې او خبریال کسنیا سوبچاک ۲سلنې رایې خپلې کړې.

د روسیې د ټاکنو په اړه په یوه نظر پوښتنه کې چې د ګالوپ موسسې لخوا ترسره شوې وه ښیې چې ۸۰ سلنه خلک د پوتین له مشرۍ څخه خوښ دي، خو بلخوا یوازې ۴۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور لري.

ویل کېږي چې د پوتین مخالفه سیاسي څېره چې ښايي له پوتین سره یې نېږدې سیالي کړې وی، الکسي ناوالني وه، خو په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې ده.

پر ده دوسیو جوړولو تور لګېدلی وه.

۶۵ کلن پوتین د ۱۹۹۹ کال راهیسې روسیه کې کله هم د ولسمشرۍ او کله هم د لومړي وزیر په څوکۍ کې پر واګي دی.

د روسیې د  قانون پر بنسټ کوم کس چې په ټاکنو کې بریالی کېږي، شپږ کاله به پر روسیې حکومت کوي.
 
د روسیې ولسمشرېزې ټاکنې پیل شوې دي

د روسیې د ټاکنو په اړه په یوه نظر پوښتنه کې چې د ګالوپ موسسې لخوا ترسره شوې وه ښیې چې ۸۰ سلنه خلک د پوتین له مشرۍ څخه خوښ دي

شریک یي کړئ