Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روهینګیايي مسلمانانو ستنېدو لپاره د بنګله‎دېش او میانمار هوکړه

بنګله‎دېش او میانمار وايي چې خپلو مېنو ته د روهینګیا د مسلمانانو د بېرته ستنولو هوکړه کړې ده.

 دواړو هېوادونو څو میاشتې وړاندې په دې تړاو لومړنۍ هوکړه کړې وه او په دې برخه کې یې یوې ۳۰ کسیزې ډلې کارکاوه.

د میانمار د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مینټ ټو په دې اړه څرګنده کړه:«موږ کورنیو ته د هغو سندونو له مخې چې ثابته کړي دغو کورنیو تر دې وړاندې په میانمار کې ژوند کړی د ستنېدو اجازه ورکوو

، موږ هغوی ته سپین کارټونه ورکړي دي چې دا خبره ثابتوي، یو شمېر کورنۍ دا کارتونه لري.»

 اخوا د روهینګیا هغه کډوال چې په بنګله‎دېش کې ژوند کوي خپلو کلیو ته د ستنېدو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

یو شمېر دغه کډوال نه غواړي چې بېرته میانمار ته ستانه شي.

په بنګله‎ډېش کې یو روهنګیايي پناه غوښتونکی عارف حسین وايي:« که نړیواله ټولنه له موږ سره مرسته وکړي او ملي کارټونه ترلاسه کړو، ډېر به خوښ شو او خپلو کورنیو ته به ستانه شو.»

روهنګیايي پناه غوښتونکي یاسین ظهور هم زیاته کړه:« د بنګله‎دېش لومړۍ وزیره موږ ته د مور په څېر ده، هغې زموږ ښه ستانه کړې ده. موږ به په سنید کې ډوب شو خو میانمار ته به ولاړ نه شو.»

 تېرزیږدیز کال کې د میانمار په مسلمان میشتي راخین ایالت کې نېږدې ۷۰۰ زره روهنګیایان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

 نړیوال سازمانونه وايي چې په دغو تاوتریخوالو کې ۸ زره کسان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ